See all jobs

د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو مدیر / Quality Assurance And Accreditation Manager

Ahmad Shah Abdali Institute of Higher Education, Multi Location

This job is expired
Master's Degree
Multi Location ()
Full Time
559

About Ahmad Shah Abdali Institute of Higher Education

احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه په افغانستان کې د طبي زده کړو له علمي مرکزونو څخه ده.

احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه د افغانستان لوړو زده کړو وزارت د قانون او مقرراتو سره سم په خوست ولایت کې فعالیت کوي. نوموړي مؤسسه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي لخوا تأسیس شوه، چې یوازې یو د معالجوي طب پوهنځی لري؛ چې د ۷ کالو نظري او عملي زده کړو وروسته معالج ډاکټر فارغوي. نن ورځ موږ په افغانستان کې د مخکښو لوړو زده کړو مؤسساتو او پوهنتونونو څخه یو.

احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې شپږ دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، چې دا مهال په بیلابیلو دولتي او غیر دولتي روغتونونو کې د معالج ډاکټرانو په توګه دنده او یا هم تخصصونه ترسره کوي.

د یادولو وړ ده، چې یاده مؤسسه د WHO (World Health Organization) او PMC (Pakistan Medical Council) لخوا رسماً پیژندل شوي او د نړیوال طبي ښوونځیو په لېست کې یې نوم درج شوی او په عین وخت کې د کانډا او امریکا هېوادونو ECFMG (Educational Commission for Foreign Medical Graduates) سپانسر نوټ هم ترلاسه کړی.

Job Summary

د اعلان شمیر: لومړی ځل

د دندې سرلیک: د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو مدیر

وزارت: د لوړو زده کړو وزارت

اداره: احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه

څانګه: علمي معاونیت

بست: څلورم

راپور ورکول: علمي معاونیت

راپور اخیستل: اړونده څانګو څخه

Duties & Responsibilities

دندې:

1. د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو آمریت د پلان او د دندې لایحې سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیبول؛

2. نړیوالو معیارونو ته د رسیدو لپاره د تعلیمي مؤسسو د کیفیت د ښه والي لپاره تشویق، هڅول او ګړندي کول؛

3. د اعتبار ورکولو پروسه بارز رول لرل، د تعلیمي پروګرامونو تنظیم کول او د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو کمیټې سره په همغږۍ کې د تعلیمي مؤسسې په نورو فعالیتونو کې همکاري کول.

4. تعلیمي ادارو او خلکو ته د کیفیت د ښه والي او اعتبار ورکولو ارزښتونو په اړه معلومات چمتو او ارایه کول؛

5. د کیفیت د لوړولو او اعتبار ورکولو څانګې سره د تضمین کیفیت کمیټې غړو په انتخاب او روزنې کې همکاري؛

6. د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو پروسې په اړه تعلیمي ادارې ته مشورې ورکول؛

7. د پوهنځیو په کچه د تضمین کیفیت فرعي کمیټو په جوړولو کې د تعلیمي موسسې سره همکاري؛

8. د ځاني ارزونې لپاره چمتووالی، د ساحې لیدنه او د کریډیټ جریان پورې اړوند نور پروګرامونو کې همکاري؛

9. د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پورې اړوند اسنادو پلي کولو په اړه راپور ورکول (مقررات، بیلونه، کړنې، او نور)؛

10. د لوړو زده کړو مؤسسو کې د اعتبار ورکولو پروسې په اړه د معلوماتو ثبت کول؛

11. د داخلي او بهرني تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ارګانونو سره د اړیکو ډاډمن کول؛

21. په ملي او نړیواله کچه د تضمین کیفیت د وروستي لاسته راوړنې کارول؛

13. په ملي او نړیوالو معیارونو برابر د لوړو زده کړو مؤسسو د کیفیت لوړولونې لپاره کار کول؛

14. د معتبرو کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو د معیارونو سره سم د تعلیمي مؤسسو په معیاري کولو کې همکاري؛

15. د اړوند آمریت او د کیفیت د ښه والي د کمیټې د غونډو لپاره د اجنډا او اړینو موادو چمتو کول؛

16. د تحصیلي بنسټونو د کیفیت د ښه والي له کمیټې سره د ځاني ارزونې راپور چمتو کول او د کیفیت د ښه والي او اعتبار ورکولو څانګې ته د لیږلو په برخه کې همکاري؛

17. د ساینسي برنامو بیاکتنې پالیسي پلي کولو کې همکاري (د پروګرامونو کلنۍ بیاکتنه او کلنۍ څارنه) او د کیفیت لوړولو ریاست ته د عامه راپور لیږل او اعتبار ورکولو کې همکاري؛

18. د آمریت اړوند اسنادو لپاره د مرسلاتو، فایلینګ او ساتلو لپاره منظم سیستم تنظیمول؛

19. د اړوندو څانګو لخوا د اړتیا وړ توکو او تجهیزاتو تدارکاتو وړاندیز کول، ترڅو په چارو کې د خنډونو د حل او په وخت سره اجرا کول؛

20. د اړوندو ورکشاپونو او پروګرامونو لپاره د اړتیا وړ اسنادو او موادو چمتو کول؛

21. د میاشتني، درې میاشتني، کلني راپورونو چمتو کول او د اړتیا په وخت کې چارواکو ته د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو خبر ورکول؛

22. د نورو اړوندو دندو پلي کول چې د چارواکو لخوا سپارل شوي، د قوانینو، مقرراتو او ریاست اهدافو سره سم

23. ټولې هغه دندې چې د قانون سره سم د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو آمریت په مدیر پورې اړوند دي.

Job Requirements

زده کړې، تجربه او مهارتونه:

د دې پوست لپاره لږ تر لږه اړتیاوې د ملکي خدماتو کارمندانو قانون په 7 او 8 مادو کې ذکر شوي.

1. د زده کړې درجه:

» لږ تر لږه ماسټر، د زده کړو لوړو درجو ته ترجیح ورکول کیږي.

2. اړینې تجربې:

» په اړونده څانګه کې لږ تر لږه ۲-۳ کلنه کاري تجربه ولري.

3. مهارتونه:

» د مدیریت مهارتونو درلودل؛

» د کمپیوټر مهارتونو درلودل؛

» د افهام او تفهیم مهارتونو درلودل؛

» د هیواد له ملي ژبو څخه په یوه ژبه تسلط لرل او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا.

Submission Guideline

ټول علاقمندان او واجد شرایط کسان کولای شي چې خپله CV او Cover Letter د همدې وېب سايټ (Jobs.af) او یا هم د مؤسسې اېمېل ادرس (a.aihe@yahoo.com) له طریقه مؤسسې ته ولیږي.

Functional Area

Management
Education/ Training

Countries

Post Date

Nov 17, 2022

Closing Date

Dec 02, 2022

Reference

AAIHE005

Number of Vacancies

1

Salary Range

As per company salary scale

Years of Experience

2 - 3 years

Probation Period

2 month

Contract Type

Permanent

Contract Duration

Not Specified

Contract Extensible

Yes

Minimum Education

Master's Degree

Gender

Male