Ahmad Shah Abdali Institute of Higher Education, Multi Location
احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه په افغانستان کې د طبي زده کړو له علمي مرکزونو څخه ده.
احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه د افغانستان لوړو زده کړو وزارت د قانون او مقرراتو سره سم په خوست ولایت کې فعالیت کوي. نوموړي مؤسسه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي لخوا تأسیس شوه، چې یوازې یو د معالجوي طب پوهنځی لري؛ چې د ۷ کالو نظري او عملي زده کړو وروسته معالج ډاکټر فارغوي. نن ورځ موږ په افغانستان کې د مخکښو لوړو زده کړو مؤسساتو او پوهنتونونو څخه یو.
احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې شپږ دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، چې دا مهال په بیلابیلو دولتي او غیر دولتي روغتونونو کې د معالج ډاکټرانو په توګه دنده او یا هم تخصصونه ترسره کوي.
د یادولو وړ ده، چې یاده مؤسسه د WHO (World Health Organization) او PMC (Pakistan Medical Council) لخوا رسماً پیژندل شوي او د نړیوال طبي ښوونځیو په لېست کې یې نوم درج شوی او په عین وخت کې د کانډا او امریکا هېوادونو ECFMG (Educational Commission for Foreign Medical Graduates) سپانسر نوټ هم ترلاسه کړی.
د اعلان شمیر: دوهم ځل
د دندې سرلیک: د مالي او اداري چارو مرستیال
وزارت: د لوړو زده کړو وزارت
اداره: احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه
پته: ۱۲۰۰ فامیلۍ (ازادۍ مینه)، خوست، افغانستان
څانګه: مالي او اداري چارو معاونیت
بست: دوهم
راپور ورکول: عمومي ریاست
راپور اخیستل: له اړونده آمریتونه، مدیریتونه او کمیټو څخه
دندې:
1. د مؤسسې له رئیس سره په مالي، اداري او خدماتي برخو کې همکاري؛
2. د مؤسسې رئیس ته په مالي، اداري او خدماتي برخو کې لازمې مشورې ورکول؛
3. د مؤسسې د غیر اکاډمیک غړو د ټاکلو او ګوښه کولو په اړه قانوني اجراات؛
4. د مؤسسې د کارمندانو د تقاعد د حقونو د پلي کولو په اړه قانوني اقدامات؛
5. د اړوندو دفترونو د فعالیتونو او اجرااتو رهبري او څارنه؛
6. د مالي، محاسبې، خریدارۍ، د ملکیت او مالونو قید او راټولولو او نورو مالي، اداري او خدماتي مسایلو په اړه قانوني اجراات، په شمول د کارمندانو لیږد لپاره د مناسبو ترانسپورتي اسانتیاوو تنظیم کول او د تعلیمي فعالیتونو په اغیزمنه او اسانه توګه پلي کول؛
7. د اړتیاوو او پرمختګونو په پام کې نیولو سره، د مؤسسې په عادي او پراختیایي بودیجې باندې کار کول؛
8. د ودانیو، شنو ساحو او نورو اړوندو برخو د حفظ او مراقبت اړوند چارو څارنه؛
9. د مؤسسې د شتمنیو او ملکیتونو په اړه قانوني اقدامات؛
10. د مؤسسې اړوند ودانیو او چاپیریال کې د حفظ الصحي، نظافت او پاکوالي د شرایطو ډاډمن کول؛
11. د اړوندو احصایو چمتو کول او تنظیمول؛
12. د برښنا رسولو، اوبو رسولو، ودانیو د تودولو، د کافېټیریا سالم فعالیت او په دې برخو کې د مختلفو دفترونو نظارت په اړه د اغیزمنو او هر اړخیزو اقداماتو پراختیا؛
13. د مؤسسې د فزیکي زیربنا د پراختیا لپاره پلانونه او کاري پروګرامونه؛
14. د انتفاعي فعالیتونو د ایجاد او تشویق لپاره د پلانونو او کاري برنامو جوړول، د معاونیتونو او پوهنځیو سره په تفاهم کې د مؤسسې د مشکلاتو د حل په موخه له دغه پلانونو او برنامو څخه استفاده کول؛
15. د مؤسسې د ریاست او علمي شورا د فعالیتونو په اړه د راپور چمتو کول؛
16. د هر پوهنځي له ادارې سره د پوهنځیو د اداري او خدمتي غړو د ګمارنې او ګوښه کولو په اړه د کړنو همغږي کول؛
17. په اداري څانګه کې د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا د پریکړو د تطبیق تنظیم او څارنه؛
18. د محصلانو ساحوي علمي کادرونو لپاره د اړینو اسانتیاوو او سهولتونو برابرول؛
19. د متوقع اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د اونیز، میاشتیني، درې میاشتیني او کلني کاري پلان ترتیب کول؛
20. د مؤسسې د قوانینو، پالیسیو او مقرراتو رعایتول؛
21. د مالي چارو د پالیسیو، طرزالعملونو او مقرراتو پلان او تطبیق؛
22. د مالي ماموریتونو پلان کول، تنظیم کول، همغږي کول او کنټرول؛
23. د بودیجې ترتیب، تطبیق او کنټرول؛
24. د محاسبې د چارو؛ د عوایدو چارو؛ او د تدارکاتو چارو څارنه؛
25. د مؤسسې د کارکوونکو او استادانو د معاشونو کنټرول؛
26. د بیلانسونو، ربع وار مالیاتو، معاشونو او نور مالیاتو ترتیب او تنظیمول؛
27. مستوفیت ته د مالي کال بیلانس وړاندې کول او دفاع کول؛
28. په خپل وخت د مالیاتو راپور وړاندې کول؛
29. د ورځنیو، اوونیزو او میاشتنیو راپورونو چمتو کول؛
30. د بشري منابعو په چارو کې همکاري؛
31. ټولې هغه دندې چې د قانون سره سم په مالي او اداري چارو مرستیال پورې اړوند دي.
زده کړې، تجربه او مهارتونه:
د دې پوست لپاره لږ تر لږه اړتیاوې د ملکي خدماتو کارمندانو قانون په 7 او 34 مادو کې ذکر شوي.
1. د زده کړې درجه:
» لږ تر لږه ماسټر، د زده کړو لوړو درجو ته ترجیح ورکول کیږي.
2. اړینې تجربې:
» په اړونده څانګه کې لږ تر لږه ۲-۳ کلنه کاري تجربه ولري.
3. مهارتونه:
» د مدیریت مهارتونو درلودل؛
» د کمپیوټر مهارتونو درلودل؛
» د افهام او تفهیم مهارتونو درلودل؛
» د هیواد له ملي ژبو څخه په یوه ژبه تسلط لرل او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا.
ټول علاقمندان او واجد شرایط کسان کولای شي چې خپله CV او Cover Letter د همدې وېب سايټ (Jobs.af) او یا هم د مؤسسې اېمېل ادرس (a.aihe@yahoo.com) له طریقه مؤسسې ته ولیږي.
Post Date
Nov 16, 2022
Closing Date
Dec 02, 2022
Reference
AAIHE004
Number of Vacancies
1
Salary Range
As per company salary scale
Years of Experience
2 - 3 years
Probation Period
2 month
Contract Type
Permanent
Contract Duration
Not Specified
Contract Extensible
Yes
Minimum Education
Master's Degree
Gender
Male
NETLINKS Plaza | Shahr-e-Naw,
Lane 3, Kabul, Afghanistan
Quick Links
For Companies
For Jobseekers
Contact