See all jobs

د مؤسسې د محصلانو چارو مرستیال/Vice Chancellor of Students' Affairs

Ahmad Shah Abdali Institute of Higher Education, Multi Location

This job is expired
Medical Doctor
Multi Location ()
Full Time
1230

About Ahmad Shah Abdali Institute of Higher Education

احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه په افغانستان کې د طبي زده کړو له علمي مرکزونو څخه ده.

احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه د افغانستان لوړو زده کړو وزارت د قانون او مقرراتو سره سم په خوست ولایت کې فعالیت کوي. نوموړي مؤسسه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي لخوا تأسیس شوه، چې یوازې یو د معالجوي طب پوهنځی لري؛ چې د ۷ کالو نظري او عملي زده کړو وروسته معالج ډاکټر فارغوي. نن ورځ موږ په افغانستان کې د مخکښو لوړو زده کړو مؤسساتو او پوهنتونونو څخه یو.

احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې شپږ دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، چې دا مهال په بیلابیلو دولتي او غیر دولتي روغتونونو کې د معالج ډاکټرانو په توګه دنده او یا هم تخصصونه ترسره کوي.

د یادولو وړ ده، چې یاده مؤسسه د WHO (World Health Organization) او PMC (Pakistan Medical Council) لخوا رسماً پیژندل شوي او د نړیوال طبي ښوونځیو په لېست کې یې نوم درج شوی او په عین وخت کې د کانډا او امریکا هېوادونو ECFMG (Educational Commission for Foreign Medical Graduates) سپانسر نوټ هم ترلاسه کړی.

Job Summary

د دندې سرلیک: د محصلانو چارو مرستیال

وزارت: د لوړو زده کړو وزارت

اداره: احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه

پته: ۱۲۰۰ فامیلۍ (ازادۍ مينه)، خوست، افغانستان

څانګه: د محصلانو چارو معاونیت

بست: دوهم

راپور ورکول: عمومي ریاست

راپور اخیستل: له اړونده آمریتونو، مدیریتونو او کمیټو څخه

Duties & Responsibilities

دندې:

1. د محصلانو په چارو کې د مؤسسې له رئیس سره همکاري او د محصلانو د چارو د ښه والي لپاره مشورې ورکول؛

2. د محصلانو چارو اړوند څانګو د فعالیتونو او چارو څارنه او رهبري؛

3. په پوهنځیو کې د تدریسي وضعیت د ښه والي لپاره د لازمو تدابیرو نیول.

4. د محصلانو اړوند مقرراتو، لوایحو او طرزالعملونو ارزونه او بیا کتنه او که اړتیا وي، د سمون طرحې چمتو کول او لوړ پوړو چارواکو ته یې وړاندیز کول؛

5. په هغه وخت کې د ازموینو څارنه چې د ازموینو لایحه کې ورکړل شوي؛

6. د مؤسسې کلني اکاډمیک مهالویش پلان جوړول او د مؤسسې علمي شورا ته یې د تصویب لپاره په خپل وخت استول؛

7. د نویو محصلانو د داخلیدو په اړه اړین طرزالعملونه، د اکاډمیک پلوه ځنډول شوي محصلانو د پایلو ثبت، د هغو محصلانو تایید چې له ازموینې څخه ایستل شوي او د غیر حاضرو او ناکامو محصلانو ویش د منل شویو معیارونو سره سم؛

8. د مالي اداري مرستیال په همکارۍ د محصلانو لپاره د ټولګي څخه بهر د صحي، سپورتي، هنري، ټولنیز او عامه المنفعه فعالیتونو چمتو کولو لپاره اړین اقدامات پلان او پلي کول؛

9. د محصلانو اړوند احصایې بشپړول؛

10. د محصلانو د عملي ساحوي کار د پلي کولو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول؛

11. د اړوندو کمیټو ریاست کول؛

12. د ډیپلومونو، تحصیلي سندونو او ترانسکریپتونو د صادرولو او بشپړولو په اړه اړین اقدامات؛

13. محصلانو ته د هویت کارتونو چمتو کول، ویشل او له فراغت وروسته یې راټولول؛

14. د نظم او انضباط د قانون پلان جوړول او پلي کول؛

15. د مؤسسې ریاست او علمي شورا ته د کلني فعالیتونو راپور وړاندې کول؛

16. د محصلانو په برخه کې د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا د پرېکړو د تطبیق تنظیم او څارنه؛

17. ټولې هغه دندې چې د قانون سره سم د محصلانو چارو په مرستیال پورې اړوند دي.

Job Requirements

زده کړې، تجربه او مهارتونه:

د دې بست لپاره لږ تر لږه اړتیاوې د ملکي خدماتو کارمندانو قانون په 7 او 34 مادو کې ذکر شوي. دا هم اړینه ده چې لاندې شرایط ولري.

1. د زده کړې درجه:

» لږ تر لږه MD یا د معالجوي طب لیسانس،

» او که په نورو (غیر طبي) برخو کې وي، لږ تر لږه ماسټر.

» د علمي کادر غړیتوب لپاره شرایط درلودل،

» په دواړو حالتونو کې، د زده کړو لوړې درجې ته ترجیح ورکول.

2. اړینې تجربې:

» په اړونده څانګه کې لږ تر لږه ۲-۳ کلنه کاري تجربه ولري.

3. مهارتونه:

» د مدیریت مهارتونو درلودل؛

» د تدریس د وړتیاوو درلودل؛

» د کمپیوټر مهارتونو درلودل؛

» د افهام او تفهیم مهارتونو درلودل؛

» د هیواد له ملي ژبو څخه په یوه ژبه تسلط لرل او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا.


Submission Guideline

ټول علاقمندان او واجد شرایط کسان کولای شي چې خپله CV او Cover Letter د همدې وېب سايټ (Jobs.af) او یا هم د مؤسسې اېمېل ادرس (a.aihe@yahoo.com) له طریقه مؤسسې ته ولیږي.

Functional Area

Administrative
Education/ Training

Countries

Post Date

Aug 30, 2022

Closing Date

Sep 30, 2022

Reference

AAIHE003

Number of Vacancies

1

Salary Range

As per company salary scale

Years of Experience

2 - 3 years

Probation Period

3 month

Contract Type

Permanent

Contract Duration

Not Specified

Contract Extensible

Yes

Minimum Education

Medical Doctor

Gender

Male