Ahmad Shah Abdali Institute of Higher Education, Multi Location
احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه په افغانستان کې د طبي زده کړو له علمي مرکزونو څخه ده.
احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه د افغانستان لوړو زده کړو وزارت د قانون او مقرراتو سره سم په خوست ولایت کې فعالیت کوي. نوموړي مؤسسه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي لخوا تأسیس شوه، چې یوازې یو د معالجوي طب پوهنځی لري؛ چې د ۷ کالو نظري او عملي زده کړو وروسته معالج ډاکټر فارغوي. نن ورځ موږ په افغانستان کې د مخکښو لوړو زده کړو مؤسساتو او پوهنتونونو څخه یو.
احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې شپږ دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، چې دا مهال په بیلابیلو دولتي او غیر دولتي روغتونونو کې د معالج ډاکټرانو په توګه دنده او یا هم تخصصونه ترسره کوي.
د یادولو وړ ده، چې یاده مؤسسه د WHO (World Health Organization) او PMC (Pakistan Medical Council) لخوا رسماً پیژندل شوي او د نړیوال طبي ښوونځیو په لېست کې یې نوم درج شوی او په عین وخت کې د کانډا او امریکا هېوادونو ECFMG (Educational Commission for Foreign Medical Graduates) سپانسر نوټ هم ترلاسه کړی.
د دندې سرلیک: عمومي رئیس
وزارت: د لوړو زده کړو وزارت
اداره: احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه
پته: ۱۲۰۰ فامیلۍ (ازادۍ مينه)، خوست، افغانستان
څانګه: عمومي ریاست
بست: لومړی
راپور ورکول: د مؤسسې مؤسس ته
راپور اخیستل: د مؤسسې مرستیالان او د پوهنځینو رئیسانو څخه
دندې:
1. د لوړو زده کړو مؤسسې قانوني استازیتوب؛
2. د مؤسسې د علمي شورا د غونډو مشري او د پریکړو د پلي کولو څارنه؛
3. د مؤسسې د معاونیتونو، پوهنځیو او نورو اړوندو څانګو د چارو د تطبیق څارنه؛
4. په اداره کې د ټولنیزو او اجتماعي خدماتو د چمتو کولو څارنه او پاملرنه؛
5. د ادارې د مالي چارو، محاسبې، شتمنیو او ملکیتونو اداره کول؛
6. د نظم او ډسپلین رامنځ ته کول او په اداره کې د مناسب کاري چاپیریال لپاره لاره حوارول؛
7. په اداری کې د ښوونیز، روزنیز او څیړنیز وضعیت د ښه والي لپاره د اړینو تدابیرو نیول او د اسانتیاوو برابرول؛
8. په اداره کې د اکادمیک ازادۍ اصولو ته پاملرنه او درناوی؛
9. د علمي څیړنو، خپرونو، روزنیزو کورسونو او د تولیدي برخو د جوړولو له لارې د ادارې د عایداتو او شتمنیو د لوړولو لپاره د اړینو پلانونو او پروګرامونو جوړول؛
10. په ملي او نړیواله کچه د همکارو بنسټونو سره د علمي اړیکو رامینځته کول او پیاوړي کول؛
11. له قانون سره سم د کورنیو او بهرنیو اشخاصو او بنسټونو مالي او تخنیکي مرستې راجلبول؛
12. د قانون د حکمونو سره سم د علمي او څیړنیزو هوکړه لیکونو لاسلیک کول؛
13. د پوهنځیو د علمي شورا د پریکړو او مصاوبو تصویب یا د بیا کتنې لپاره د مؤسسې علمي شورا ته راجع کول؛
14. د مؤسسې د منسوبینو د تقرر، علمي رتبې تثبیت، علمي کچې لوړول، عملي ترفیع، ګوښه کول او تقاعد کولو پورې اړوند اړین اقدامات؛
15. د قراردادي او دایمي علمي کادرونو د استخدام اړوند اړین اقدامات؛
16. د علمي او لنډ مهاله بورسونو د کارولو په اړه اړین اقدامات؛
17. د اړتیا او وظیفوي ایجابت په صورت کې بهر ته په سفرونو کې د مؤسسې استازیتوب؛
18. د خدماتو د وضعیت د ښه کولو او د مؤسسې د حفظ او مراقبت لپاره د اړینو اقداماتو پراختیا؛
19. د مؤسسې د وړ کارمندانو د پیژندلو او ستاینې په اړه اړین اقدامات؛
20. په مؤسسه کې د انضباطي او تأدیبي معیارونو د پراختیا او پلي کولو په اړه اړین اقدامات؛
21. د اوږدمهاله، منځ مهاله او لنډ مهاله پراختیایي پلانونو او پروګرامونو پلانول؛
22. د مؤسسې د فعالیتونو په اړه د استادانو عمومي غونډې، د مؤسسې علمي شورا او د لوړو زده کړو وزارت مقام ته د راپور وړاندې کول؛
23. د قانون د تطبیق څخه څارنه او د قانون په وړاندې د مؤسسې د ټولو کارمندانو سره د مساوي او عادلانه چلند ډاډ ترلاسه کول؛
24. د اداراتو او کارمندانو علمي او روغتیایی اړتیاوو پوره کولو ته دوامداره پاملرنه؛
25. د علمي، محصلانو او مالي اداري معاونیتونو او د هغوی اړوند څانګو د فعالیتونو څارنه؛
26. د پوهنځیو د فعالیت څارنه؛
27. ټولې هغه دندې چې د قانون سره سم د مؤسسې په عمومي رئیس پورې اړوند دي.
زده کړې، تجربې او مهارتونه:
د دې پوست لپاره لږ تر لږه اړتیاوې د ملکي خدماتو کارمندانو قانون په 7 او 34 مادو کې ذکر شوي.
1. د زده کړې درجه:
» لږ تر لږه MD یا د طب معالجوي لیسانس،
» او که په نورو (غیر طبي) څانګو کې وي، لږ تر لږه ماسټر،
» د علمي کادر غړیتوب لپاره شرایط درلودل،
» په دواړو حالتونو کې، د زده کړې لوړې درجې ته ترجیح ورکول.
2. اړینې تجربې:
» په اړونده څانګه کې لږ تر لږه ۳-۴ کلنه کاري تجربه ولري.
3. مهارتونه:
» د مدیریت مهارتونو درلودل؛
» د تدریس د وړتیاوو درلودل؛
» د کمپیوټر مهارتونو درلودل؛
» د افهام او تفهیم مهارتونو درلودل؛
» د هیواد له ملي ژبو څخه په یوه ژبه تسلط لرل او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا.
ټول علاقمندان او واجد شرایط کسان کولای شي چې خپله CV او Cover Letter د همدې وېب سايټ (Jobs.af) او یا هم د مؤسسې اېمېل ادرس (a.aihe@yahoo.com) له طریقه مؤسسې ته ولیږي.
Post Date
Aug 30, 2022
Closing Date
Sep 30, 2022
Reference
AAIHE001
Number of Vacancies
1
Salary Range
As per company salary scale
Years of Experience
3 - 4 years
Probation Period
3 month
Contract Type
Permanent
Contract Duration
Not Specified
Contract Extensible
Yes
Minimum Education
Medical Doctor
Gender
Male
NETLINKS Plaza | Shahr-e-Naw,
Lane 3, Kabul, Afghanistan
Quick Links
For Companies
For Jobseekers
Contact