See all jobs

علمي معاونیت

Spinghar University (Nangarhar), Multi Location

This job is expired
Master's Degree
Multi Location ()
Full Time
767

About Spinghar University (Nangarhar)

سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه (۱۳۸۸) لمريز کال د هېواد د اساسي قانون د (۴۶) مادې د حکم مطابق رامنځته او د يو پوهنيز او اکاډميک مرکز په صفت د لوړو زده کړو وزارت د اکاډميکو امورو او انسجام رياست د خصوصي پوهنتونونو او مؤسساتو رياست سره په (۱۹) ګڼه ثبت او راجستر شوی دی.

لومړۍ څانګه يې په ننګرهار ولايت د جلال آباد ښار او دويمه څانګه يې د علمي خدمت په موخه کابل ښار کې پرانستی ده، چې اوس مهال د معالجوي طب، ستوماتولوژي او طبي تکنالوژي پوهنځي لري. ياده  مؤسسه (۱۲۵) هېوادونو کې (۱۲۲۰) پوهنتونونو په لست کې د افغانستان څخه لومړنۍ خصوصي مؤسسه ده چې په (UN) کې ثبت شوې.

Job Summary

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د علمی چارو معاونیت چي په تشکیلاتي جوړښت کي 0002 کوډ کي قرار لری یاد بست کي وړ شخص ته اړتیا ده.

Duties & Responsibilities

د علمي چارو معاونیت د دندو لایحه:

د دندې شرحه:

1. د مؤسسې د رئيس په نه شتون کې د رئيس دندو ترسره کول

2. په اکاډميکو فعالیتونو او کارونو کې د مؤسسې د رئیس سره مرسته کول

3. د علمي کادري غړو منفکېدل، ترفیع، د علمي رتبې تثبیت او د علمي کادرونو مقررېدلو په هکله قانوني کړنه ترسره کول.

4. د پوهنځيو د اړتيا وړ قراردادي علمي کادرونو د استخدام اړوند اکاډميکو او اصولي کړنو ترسره کول

5. د لوړو زده کړو د د مؤسسې د پلانونو د تطبيق څارنه او رامنځته کول

6. په مؤسسه کې د علمي څېړنو د کادرونو او پلانونو تطبيق او رامنځته کول

7. په مؤسسه کې د علمي څېړنيزو چارو څارنه او لارښوونه کول.

8. د مؤسسې د خپرنيزو چارو څارنه او لارښوونه کول

9. د مؤسسې د علمي شوراګانو د کار د پلان رامنځته کول او د هر کال په پيل کې لومړۍ علمي شورا ته د هغې راپور ورکول او د تصويب او تصديق لپاره يې منل.

10. د مؤسسې د علمي شورا د غونډو اجنډا ترتيبول او د مؤسسې د علمي شورا د پرېکړو ثبتول

11. اړوندو څانګو ته د مؤسسې د علمي شورا له تصميمونو څخه خبر ورکول

12. د مؤسسې د اکاډميکو برخو په هکله طرزالعملونو، دندو لايحو، او مقررو ارزونه او د اړتيا په صورت کې يې پورته مقاماتو ته د بدلون وړانديز کول.

13. د کتابتون او معلوماتي تکنالوژۍ له چارو څخه ليدنه او څارنه او د پرځان متکي کولو په اړه يې اړينې کړنې ترسره کول.

14. د اړوندو کمېټو مشري کول.

15. اړونده تحصيلي مؤسسه کې د اکاډميک جوړښت رامنځته کول، څارنه او اسانتیا رامنځته کول.

16. علمي معاونیت پورې اړوندو دفترونو چارو څارنه کول.

17. د درسي نصابونو ارزونه او د وړانديز، اړونده برخه کې وړانديزونه او د وخت له غوښتنو او نړيوالو معيارونو سره سم هغه جوړول.

18. په پوهنځيو کې د درسي نصاب تطبيق، بیا کتنه او د انکشاف څارنه

19. د علمي معاونیت د کلني فعالیت او اړوندو چارو راپور علمي شوراته وړاندې کول.

20. په اکاډميکو چارو کې د لوړو زده کړو د شوراګانو د پرېکړو عملي کېدو څارنه.

21. د محصلانو ساحوي او عملي کارونو سرته رسېدو لپاره د اړینو امکاناتو برابرول

22. د ټولو اکاډميکو چارو او علمي کادرونو د غړو اړوند مسايل تنظيمول

23. د اړونده لوړو زده کړو مؤسسې د ستراتېژيک پلان د جوړولو لپاره مرسته او اسانتيا برابرول.

24. نورې ټولې هغه دندې چې د قانون سره سم علمي مرستيال له دندو سره تړاو لري

Job Requirements

  • په طبي برخه کې ماسټرۍ تر کچې لوړی زده کړې ولري
  • په اړونده برخه کې لږ تر لږ دوه کال کاري تجربه ولري
  • کادري نمرات ولري
  • په انګلیسی ژبې او کمپیوټر سره اشنائې ولري

Submission Guideline

په شرایطو برابر متقاضیان کولاي شي چې خپل اسناد په انلاین او حضوري ډول راولیږي

اړیکو شمیري:/0771527489/0783616252/0785030515

Functional Area

Education/ Training

Countries

Submission Email

hr@spingharuniversity.edu.af

info@spingharuniversity.edu.af

Post Date

Nov 14, 2022

Closing Date

Dec 14, 2022

Reference

0002

Number of Vacancies

1

Salary Range

As per company salary scale

Years of Experience

1 - 2 years

Probation Period

3 month

Contract Type

Permanent

Contract Duration

Not Specified

Contract Extensible

Yes

Minimum Education

Master's Degree

Gender

Male