See all jobs

مركه كوونكی

CARE International in Afghanistan, Multi Location

This job is expired
Multi Location ()
Full Time
5558

About CARE International in Afghanistan

Job Summary


په تېرو پنځو كلونو كې PACE-A (په افغانستان كې دکلیوالي زده كړو د پراختيا ګډه ادارې) دكليوالي زده كړو د نورو ادارو په ملتيا په هغو لېرې پرتو سيمو كې چې حكومتي ښوونځي په كې نشته د ماشومانو او په ځانګړي ډول د نجونو لپاره د ابتدائيه زده كړو په برابرولو سره د پوهنې له وزارت سره مرسته وكړه ترڅو (زده كړه د ټولو لپاره) موخې ترلاسه كړي. په تېره ياده شوې موده كې ډېر كليوالي ښوونځي د پوهنې وزارت ښوونيز سيستم ته تسليم شول، چې په ياد شويو سيمو كې د اړونده ابتدائيه ښوونځيو د فعال ساتلو ټول مسؤوليت د پوهنې وزارت پرغاړه دى. اوس PACE-A غواړي، چې د پوهنې وزارت ته د سپارل شويو ښوونځيو په اړه څېړنه وكړي ترڅو د پخوانيو تجربو په مطالعې سره د ښوونځيو د سپارلو په اړه مثبت ټكي په ګوته كړي. دغه څېړنه چې د PACE-A لخوا د پوهنې د وزارت او د كليوالي زده كړو د اړونده نورو ادارو مرسته ترسره كېږي، د ښوونځيو د سپارلو په تګلاره كې پام كې ونيول شي.

Duties & Responsibilities


یبسیب په عمومي ډول څېړنه او تحقيق به له اړونده ګډو او ذيدخله ادارو سره د مركو له لارې ترسره شي، چې په دې كې: ټولنې، د ولسوالۍ د ښوونې او روزنې مدیریتونه (DED) او د ولايتي ښوونې او روزنې ریاستونو (PED) استازي، ښوونكي، زده كوونكي، د PACE-A كارمندان او نور شامل دي.

د PACE-A دفتر د باتجربه اشخاصو په لټه كې دى، چې دغه مركې ترسره كړي.
د اكتوبر په لومړۍ كې د PACE-A دفتر مركه كوونكي كابل ته د پنځه ورځني ټرېنېنګ لپاره را غواړي. په ټرېنېنګ كې به د كيفي مركو په اړه په اساسي تيورۍ او نظري معلوماتو، عملي كارونو او نوټ ليكلو ټينګار وشي. د څېړنې او تحقيق لپاره له ترتيب شويو موادو (لكه د مركې لارښود، د ملاحظاتو پاڼې او داسې نورو) سره به مركه كوونكي اشنا شي او هم به هغوى ته د كليوالي زده كړو په اړه معلومات وركړل شي.
هر مركه كوونكى به د تحقيق او څېړنې د څلور كسيز ټيم غړى وي. له ټرېنېنګ وروسته به هر ټيم ټاكل شويو ولايتونو ته سفر كوي ترڅو د لاندې ولايتونو له جملې څخه په دوو ولايتونو كې مركې وكړي: كابل، ننګرهار، بدخشان، هرات، پروان، غور او بغلان. اړونده ټيمونه به د سفر د ورځو په شمول په هره ټولنه كې نږدې يوه اونۍ (۵ ورځې) تېروي. څېړنه او تحقيق به د ولايت مركز ته په نږدې او يا د PACE-A دفتر ته په نږدې ولسوالۍ كې ترسره كېږي. دغه موضوع د ولسوالۍ په مسافه او امنيت پورې اړه لري، ټيمونه به سيمه ييزو ټولنو ته د مركو لپاره ورځي او يا به د ټولنې غړي د PACE-A دفتر ته د مركې لپاره راوستل شي. لږ امكان لري، چې په سيمه كې د شپې پاتې كېدو ته هم اړتيا پيدا شي. د مركو د ترسره كولو لپاره د PACE-A د دفترونو لخوا لازم ترتيبات او د سفر تيارى ونيول شي.

مركه كوونكي به په قلم او لاس نوټ ليكي، د مركو له ترسره كولو وروسته به مركه كوونكي د يوې اونۍ د ننه خپلې ليكلې پاڼې د كمپيوټر په آفس پروګرام كې ليكي او د PACE-A دفتر ته به يې سپاري. مركه كوونكي كولاى شي، چې په خپله خوښه د PACE-A له دفتر څخه بهر كار وكړي.

• بايد په دواړو پښتو او دري ژبو بشپړ تسلط لرل،
• د پوهنتون په كچه زده كړې او يا د هغو معادل كاري تجربه لرل،
• د كمپيوټر د ورډ له پروګرام سره بلديت لرل،
• له خلكو سره د خبرو لوړ مهارت: له بېلابېلو خلكو سره د كامياب تفاهم وړتيا، د مختلفو افكارو د لرونكو خلكو سره په خبرو اترو كې د اعتبار او درناوي فضا رامنځ ته كول،
• په كار كې د نرم او انعطاف پذير فكر لرل، په تنګ وخت او د فشار په موجوديت كې د كار كولو وړتيا، د روانې لارښوونې او په اغېزمن ډول د زده كړې، له ټيم سره د كار كولو او په خپله هڅه د كار كولو وړتيا،
• په قلم د نوټ اخيستلو داسې وړتيا چې په وضاحت او سم ډول سره د خلكو نظريات وليكلي شي،
• مركه كېدونكي شخص ته د ښه غوږ نيولو وړتيا او له هغو سره د پوښتنې هره برخه او جز د څېړلو وړتيا،
• د اكتوبر په پيل كې د سفر كولو او بيا په كابل كې د پنځه ورځني ټرېنېنګ لپاره د پاتې وړتيا (د سفر لګښتونه برابر او نور لازم ترتيبات به د PACE-A دفتر لخوا ونيول شي. PACE-A دفتر به د اړتيا په صورت كې د يو تن محرم كرايه او نور مصارف هم وركړي)،
• ددې وړتيا چې په اكتوبر كې دوو ولايتونو ته سفر وكړي او د PACE-A په دفترونو كې د سفر د ورځو په ګډون دوو ۵ ورځنيو اونيو لپاره پاتې شي. (د سفر ټول لګښتونه او نور ټول لازم ترتيبات به د PACE-A دفتر لخوا ونيول شي. PACE-A دفتر به د اړتيا په
صورت كې د يو تن محرم كرايه او نور مصارف هم وركړي).

Job Requirements


هيله ده، چې د څارنې او ارزونې له ارشد سلاكار ښاغلي حقمل منيب سره په ۰۷۹۷۴۶۷۱۹۲ شمېره اویا Skype (haqmal.munib) پته اړيكه ونيسئ.
اویاهم دمعلوماتودتنظیم کونکی آفیسری آغلی مریم آرین سره په ۰۷۸۷۸۰۲۱۸۴ شمیره اویا Skype: mariam.78 پته اړیکه ونیسی.
همدارنګه کولی شی په PACEA.KMU@GMAIL.COM پته موږته بریښنالیک ولیږی.
اړونده دندې ته د كانديدو لپاره هيله ده، چې خپل ژوندليك (CV) او غوښتنليك چې ستاسې د اړونده كاري تجربې او لېوالتيا څرګندوى وي، په دی پته را ولېږئ.
PACEA.KMU@GMAIL.COM

NOTE:
• FEMALE CANDIDATES ARE HIGLHY ENCOURAGE APPLYING FOR THIS POSITION.

• APPLYING WITHOUT CARE STANDARD JOB APPLICATION FORM OR NOT FILLING THE APPLICATION FORM PROPERLY WILL NOT BE CONSIDERED FOR SHORT-LISTING.

Submission Guideline

Interested candidates should submit their completed CARE standard job application forms along with the updated resumes and letters of interest to CARE HRD department in its Kabul Main-Office no later than October 9, 2010, candidates who have access to the Internet can apply through vacancies@af.care.org. THOSE WHO DO NOT FULFILL THE APPLYING REQUIREMENTS WILL NOT BE CONSIDERED FOR SHORTLIST. Only short listed candidates will be contacted with, and called for the interview. The interview dates, time and place will be determined and communicated with the short listed candidates sooner after the deadline of vacancy announcement.

For CARE standard job application form you can visit jobs at www.care.org.af

Functional Area

Human Resources

Countries

Post Date

Sep 22, 2010

Closing Date

Oct 08, 2010

Reference

Ex_ 180_2010

Number of Vacancies

0

Salary Range

Salary is negotiable

Years of Experience

Fresh

Probation Period

1 month

Contract Type

Permanent

Contract Duration

Not Specified

Contract Extensible

true

Gender

Male